بازتاب نیوز

طالبانو په کاپیسا کې پر پاڅونوالو برید کړی

٢٩ سلواغه ١٣٩٨ ټي آر ټي

د افغانستان د  کاپیسا ولایت  د نجراب په ولایت کې  طالبانو  د سیمه ایزو پاڅونوالو په یوې پوستې خونړیز برید کړی.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  طالبانو په نجراب ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پاڅونوالو پر پوستې د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنو پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قاري خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د نجراب ولسوالۍ د درې افغانیه په سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستې برید کړی.

په برید کې ۹ تنو پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان د برید نه وروسته نښته شوې چې په نښته کې طالب اورپکو ته هم  د پام وړ ځاني زیان اوښتی دی.

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/02/18/tlbnw-ph-khpys-kh-pr-phwnwlw-bryd-khry-1361727

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading