بازتاب نیوز

غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

٢٩ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله چې محمداشرف غني یې ګټونکی دی، نن اعلان کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې محمداشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی.

د محمداشرف غني رقیب عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ سلنه رایو په ګټلو سره د ولسمشري څوکۍ خپل سیال ته پرېښوده.

د ثبات او همپالنې ټیم غړي نوررحمان اخلاقي د ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان څو دقیقې وړاندې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې ولیکل: «یو نامشروع بنسټ، د قانون خلاف یوه نامشروع پایله اعلانوي او دا د خلکو د رایو او ولسواکۍ پر وړاندې یوه کودتا ده. د ثبات او همپالنې ټیم مشران د دغه ټیم له لوري د یوه دولت د اعلانولو په اړه یوې روښانه پایلې ته رسېدلي. هغه څه چې وروسته پېښېږي، مسوولیت به یې د هغو کسانو پر غاړه وي چې له قانون نه یې سرغړونه وکړه او د لوبې بڼه یې ګډه‌وډه کړه.»

د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله د جدې په لومړۍ نېټه اعلان شوه. د لومړنۍ پایلې پر بنسټ، محمداشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په لاس ته راوړلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، خو په ملي یووالي حکومت کې د غني د واک شریک عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله.

د ولسمشري ټاکنو په لومړنۍ پایله کې، محمداشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په لاس ته راوړلو سره ګټونکی اعلان شوی و او عبدالله عبدالله د ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایو په ترلاسه کولو سره دویم مقام ګټلی و.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53266

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading