بازتاب نیوز

د بشري حقونو کمېسیون په لوګر کې د «ماشوم‌ازاره» کړۍ موجودیت تایید کړ

٢٩ سلواغه ١٣٩٨ سلام وطندار

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له هغه وروسته چې د لوګر دوو مدني فعالانو په دغه ولایت کې له ماشومانو سره د ناسم چلند ادعا په اړه د خپلې «په ښوونځیو او کارځایونو کې له ماشومانو نه د جنسي ګټې اخیستنې په اړه د خپلې څارنې او ارزونې» راپور خپور کړ.

دغه راپور چې له یو شمېر قربانیانو او د سیمې اوسېدونکیو سره د مرکو، د فلمونو او پوښتنلیکونو له ارزولو وروسته جوړ شوی، په لوګر کې د یوې «ماشوم‌ازاره» کړۍ موجودیت تایید کړی دی.

 د راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو پلاوی لوګر ته تللی او هلته یې د سیمې له اوسېدونکیو او د ښوونځیو له مسوولانو سره مرکې کړي او ټولو په دغه ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځور موضوع تایید کړې، خو د یوې «ماشوم‌ازاره» حلقې د موجودیت په اړه یې ناخبري ښودلې ده. دغه مرکې له قرباني شویو ماشومانو، د هغوی له خپلوانو او د لوګر له اوسېدونکیو سره هم شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې یوشمېر د لوګر ولایت یوشمېر قرباني شوي ماشومان او د هغوی کورنۍ دغه کمېسیون ته ورغلي او د خپلو کیسو پټ ساتلو په اړه یې ورته کیسې کړې دي.

دغه کمېسیون ویلي: یادې مرکې ښيي چې په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځور موضوع شته او د ښوونځیو یو شمېر مسوولان او ښوونکي او یو شمېر له ښوونځیو د باندې کسان په‌کې لاس لري.

د بشري حقونو کمېسیون څېړنې ښيي چې د زده‌کوونکیو ترڅنګ، په سپورټي کلپونو، کارځایونو، د خښتووهلو په داشونو او خیاطیو کې هم ماشومان له جنسي ځور سره مخ شوي دي.

کمېسیون د خپلو څېړنو راپور او موندنې د زیانمنو کسانو د هویت پټ ساتلو سره لویې څارنوالي ته ورکړي او ترې غوښتي یې دي چې نه یوازې دا قضیې په هراړخیزه توګه وڅېړي، بلکې عاملان یې تر عدلي څار لاندې ونیسي.

د څېړنې څرنګوالی

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې لیکل شوي چې د مشعل په نوم د لوګر ځوانانو مدني او ټولنیز بنسټ ۴۸۰ فورمې چې له کارګرو ماشومانو، د ماشومانو له کورنیو، خلکو، مسوولانو، هغو ماشومانو سره چې ښوونځي یې پرېښي او هغو ماشومانو سره چې له ښوونځیو اېستل شوي، ټولې شوې مرکې او دغه راز اړوند نور سندونه دغه کمېسیون او لویې څارنوالي ته سپارلي دي.

لویې څارنوالي څه موده مخکې د دغې قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی لوګر ته لېږلی و. د لویې څارنوالي لېږل شوي پلاوي د دغې قضیې په تړاو ۱۸ کسان تورن پېژندلي وو چې له ډلې یې اووه هغه نیول شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې د روان کال د لړم میاشتې په پیل کې له موسی محمودي سره تر مرکې وروسته په لوګر کې د یوې «ماشوم‌ازاره» کړۍ د موجودیت په اړه خبر ورکړی و چې غړیو یې د شپږو ښوونځیو په نږدې ۵۴۶ ماشومانو په جنسي ځور کې لاس درلود.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=53268

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading