بازتاب نیوز

په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

افغان ځواكونو په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د هېواد ملي دفاعي ځواكونو تېره ورځ د هوايي سرتېرو په ملاتړ په بالامرغاب ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي دي. د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې د حاجي لالا د ډلې څلور طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى. The post په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/په-بادغيس-كې-اتو-وسله-والو-طالبانو-ته-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading