بازتاب نیوز

په كاپيسا او كونړ ولايتونو كې ۱۹ داعش وسله وال ووژل شول

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ملي دفاع وزارت وايي، په كاپيسا او كونړ ولايتونو كې د ځمكنيو عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي دي. ياد وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې كومانډو ځواكونو د كاپيسا په نجراب ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال شپږ داعشيان وژلي او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه يې ويجاړه كړې ده. په خبرپاڼه كې راغلي، چې هلته په يوه هوايي بريد كې هم شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي. سرچينې بيا د كونړ په څوكۍ ولسوالۍ كې د هوايي بريد له كبله د اوو داعشيانو د وژل كېدو خبر وركړى دى. داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. The post په كاپيسا او كونړ ولايتونو كې ۱۹ داعش وسله وال ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/په-كاپيسا-او-كونړ-ولايتونو-كې-۱۹-داعش-وس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading