بازتاب نیوز

كورونا ويروس په چين كې ۱۱۸ نور كسان وژلي

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د چين ملي روغتيايي كمېسيون نن سهار اعلان وكړ، چې هلته ۱۱۸ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى. په دې سره په چين كې د ياد ويروس د قربانيانو شمېر ۲۲۳۶ تنو ته ورسېد. د تازه مرګونو پېښو ډېرى يې په هوبي ولايت كې رامنځته شوې دي. د راپورونو پر بنسټ، په چين كې د كورونا ويروس ۸۸۹ نوې پېښې ثبت شوي، چې ۴۱۱ يې په هوبي ولايت كې دي او په دې سره په ياد هېواد كې په دغه ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۵۴۶۵ ته لوړ شو. له چينه بهر هم په شاوخوا ۳۰ نورو هېوادونو كې كورونا ويروس د څو تنو ژوند اخيستى او ګڼ شمېر نور پرې ككړ دي. The post كورونا ويروس په چين كې ۱۱۸ نور كسان وژلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/كورونا-ويروس-په-چين-كې-۱۱۸-نور-كسان-وژلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading