بازتاب نیوز

د امنيتي سكټور د رهبرۍ په غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د هېواد د امنيتي سکټور د رهبرۍ غونډه تېره ورځ د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه، چې په كې د لويو لارو پر امنيت ساتنې، د ګمرکونو د عوايدو پر زياتوالي او همداراز د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر ملي ورځې او راتلونکو پلانونو بحث وشو. د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، د ټرانسپورټ وزارت سرپرست يما شمس او د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوايدو مرستيال عيسى قدرت د امنيتي سکټور د رهبرۍ غونډې ته وويل، امنيتي بنسټونه دې د لويو لارو د امنيت ساتنې، د لارو پر سر د غيرې قانوني پيسو د ټولولو مخنيوي، په صادراتو او وارداتو کې د قاچاق مخنيوي او همدارنګه د ګرځنده مراقبت په برخه کې ورسره همکاري وکړي. په غونډه کې تصميم ونيول شو، چې په دې برخه کې د چټکو بدلونونو لپاره دې موقتي او د دايمي بدلونونو لپاره دې اساسي بين الوزارتي فعاليتونه وشي، لويې لارې دې امن او ملي عوايد دې يوازې د دولت خزانې ته لاړ شي. بلخوا د غونډې ګډونوال د تاوتريخوالي د کمښت په موده کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر چمتووالي وغږېدل. د ملي امنيت شورا وايي، په هېواد كې د تاوتريخوالي كموالى سبا پيلېږي او يوه اونۍ به دوام ولري. The post د امنيتي سكټور د رهبرۍ په غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/د-امنيتي-سكټور-د-رهبرۍ-په-غونډه-كې-پر-بې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading