بازتاب نیوز

جمهور رئيس غني: د سولې مذاکره کوونکى پلاوى بايد واحد دريځ ولري

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د سولې مذاکره کوونکى پلاوى بايد موثريت او واحد دريځ ولري او واکونه يې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري ټاکل کېږي. نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د سولې مشورتي لويې جرګې له مرستيالانو او د هغې د بېلابېلو کمېسيونونو له رئيسانو سره د ليدنې په مهال وكړې. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د سولې پروسه حياتي ده، مګر فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له فرصتونو د اعظمي استفادې او د خطرونو د مديريت لپاره پوره چمتووالى لري. بل پلو د سولې مشورتي لويې جرګې غړو وويل، د سولې لپاره بايد ټولې خواوې په ځانګړي ډول سياسيون واحد دريځ اختيار کړي. د دوى په وينا، د سولې مذاکره کوونکى پلاوى دې له جمهوريت، د هېوادوالو له اساسي حقونو، له امنيتي او دفاعي ځواکونو او نورو ارزښتونو او د تېرو کلونو له لاسته راوړنو دفاع وکړي. دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو د مخته وړلو په هدف به ټولشموله مركچي پلاوى وټاكي. The post جمهور رئيس غني: د سولې مذاکره کوونکى پلاوى بايد واحد دريځ ولري appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/جمهور-رئيس-غني-د-سولې-مذاکره-کوونکى-پلا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading