بازتاب نیوز

د هرات د عامې روغتيا رياست د كورونا ويروس د مخنيوي هڅې كوي

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ايران ته د كورونا ويروس تر خپرېدو وروسته د هرات د عامې روغتيا رياست له دې هېواد سره په سرحدي سيمو كې د جدي تدابيرو د نيولو خبر وركوي. د هرات د عامې روغتيا رئيس عبدالحكيم تمنا كليد ته وويل، د پنجشنبې له ورځې را په دې خوا روغتيايي ټيمونه د كورونا ويروس د مخنيوي لپاره هوايي ډګر او اسلام قلعه بندر ته لېږل شوي، ترڅو مسافر معاينه كړي. هغه وايي، د دې ترڅنګ د هرات په حوزوي روغتون د ياد ويروس د شكمنو پېښو لپاره د درملنې ۳۲ بسترونه چمتو كړاى شوي دي. دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ګاونډي هېواد ايران روغتيايي چارواكو ويلي، چې په دغه هېواد كې د كورونا ويروس له كبله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او له ۱۰ زيات نور پرې اخته دي. The post د هرات د عامې روغتيا رياست د كورونا ويروس د مخنيوي هڅې كوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/د-هرات-د-عامې-روغتيا-رياست-د-كورونا-ويرو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading