بازتاب نیوز

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د لاسليك نېټه په ډاګه شوه

٢ کب ١٣٩٨ د كليد ګروپ

طالبانو اعلان وكړ، چې د دوى او امريكا ترمنځ به د سولې هوكړه ليك د روانې كب مياشتې په ۱۰مه، چې د فبروري له ۲۹مې نېټې سره سمون خوري، لاسليك شي. طالبانو د جمعې په ورځ كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې دواړو خواوو تر اوږدو مذاكراتو وروسته پر يادې نېټې هوكړه كړې او د سولې هوكړه ليك به د نړيوالو په حضور كې لاسليك كړي. په خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړه لوري به د هوكړه ليك د لاسليک لپاره تر دې نېټې وړاندې مناسبه فضا برابروي، د لاسليک مراسمو ته به د يو شمېر هېوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي دعوتوي، د بنديانو د خلاصون لپاره به لازم ترتيبات نيسي او د هېواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بين الافغاني مذاکراتو زمينه مساعدوي. د سرچينې په وينا، دا هوكړه ليك به له هېواده د بهرنيو ځواكونو وتلو او نورو ته د افغانستان له خاورې ضرر نه رسېدو ته لار پرانېزي. د امريكا حكومت تراوسه د طالبانو له لوري د سولې هوكړه ليك د لاسليك لپاره اعلان شوې نېټه نه تاييد او نه هم رد كړې ده. The post د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د لاسليك نېټه په ډاګه شوه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/02/21/د-امريكا-او-طالبانو-ترمنځ-د-سولې-هوكړه-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading