بازتاب نیوز

ټرمپ ویلي که اورکم ښه نتیجه ورکړي، خپله طالبانو سره تړون لاسلیکوي

٥ کب ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي‌ که د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې تړون نهايي شي، هغه به یې لاسلیک کړي.

ټرمب د یکشنبې په ورځې په سپينې ماڼۍ کې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کوي کنه وویل: "هو، زه به په کې خپل نوم هم ولیکم."

ټرمپ پرون له دې خبرو وروسته هند ته په دوه ورځنی سفر تللی دی.

ولسمشر ټرمپ ونه ویل چې د امریکا-طالبانو د سولې دا تړون به کله او چېرته لاسلیک کیږي، خو طالبانو ویلي چې دا به د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) په قطر کې لاسلیک کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي ‌چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي ۷-ورځنی تړون د شنبې له شپې پیل شوې چې یوه اونۍدوام کوي.

امریکايي چارواکي ‌وايي چې له طالبانو سره له تړون لاسلیک کولو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/41334-2020-02-24-04-32-37

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading