بازتاب نیوز

کورونا وېروس: هرات کې ځینې ځایونه تړل شوي؛ غور کې مشکوکه پېښه ثبت شوې

٦ کب ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د هرات والي وايي، د ملي امنیت شورا سره په همغږۍ به دې جنجال ته د حل لاره ومومي

د هرات چارواکو ویلي، هلته د کورونا وېروس د یوې مثبتې پېښې ثبتېدو په درشل کې به له ایران سره به تګ راتګ کم کړي. د دې ولایت والي عبدالقیوم رحیمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی چې له هغې پلوه هېچا ته د ستنېدو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په دې اړه موږ غونډې لرو څه دا تګ راتګ کټه ګوري کړو ځکه د ده په ټکو نشي کولی خپل وګړي په میدان پریږدي.

بله خوا په غور ولایت کې هم یوه مشکوکه پېښه ثبت شوې ده. د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي بي بي سي ته وویل، یو تن چې د ایران له قم ولایت څخه راغلی و، تبه او ټوخی یې درلود اوس په بستر کې دی.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې مشکوک کس له ۳۰ څخه ۳۵ کلونو عمر لري.

Image caption کورونا ویروس

بله خوا د هرات والي وايي، د ملي امنیت شورا سره په همغږۍ به دې جنجال ته د حل لاره ومومي. ده نن سې شنبه په خبري غونډه کې وویل، په دې ولایت کې د بیړني حالت له اعلان سره سم لویې غونډې، تالارونه، د لمبلو حوزونه، فاتحه خونې، سپورتي لوبغالي تړل شوي دي.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم سپارښتنه شوې وه چې په ایران کې قونسلي خدمات کم کړي او له هغه هېواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د بېرته را لېږلو لړۍ ودروي.

د افغانستان د روغتیا د وزارت چارواکي وايي، د کورونا وېروس ۷ مشکوکې قضیې ورسره ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر فدامحمد پیکان نن د سې شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د ۷ کسانو له ډلې یو یې په کورونا اخته دی، دوه نور یې سالم او د څلورو نورو نمونې یې کابل ته لېږدول شوې دي چې ډېر ژر به یې پایلې مالومې شي.

دی وايي، حالات شېبه په شېبه بدلېږي او له خلکو، عالمانو او رسنیو څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ملي امنیت شورا هم په خپلې خپرې کړې اعلامیه کې پر روغتیا وزارت سپارښتنه کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان سره په همغږۍ دې مخته لاړ شي او همدارنګه له ایران سره پر پوله دې د کورونا د کنټرول او مخنیوي اقدامات وکړي.

اعلامیه زیاتوي ټول هغه مسافرین چې له داسېو سیمو هېواد ته ستنیږي ، چې هغه کې د کورونا ویروس زیات شمېر پېښې ثبت شوي وي او د قرنطین وړ وي ژر تر ژره دې قرنطین شي، پوله ساتي او امنیتي پولیس هم مکلف ګڼلي چې ددې پرېکړې په پلي کولو کې د روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په یوه خبري غونډه کې د کورونا ویروس د یوه مثبتې پېښې په درلودو سره په دې ولایت کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.

د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې دې ولایت ته له او له دې ولایت بهر ته وتلو نه دې ډډه وکړي. بلخوا وزارت له هوايي شرکتونو او ځمکني ټرانسپورټ شرکتونو څخه غوښتي چې دې ولایت ته دې تګ راتګ محدود کړي.

Image caption د روغتیا وزیر وویل، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په هرات کې بېړنی حالت اعلان شوی

د روغتیا د وزیر په خبره کورونا ویروس له امله د وژل کېدو شونتیا یوازې دوه سلنه ده او په وینا یې پر هغه چا ډېر اغېز کوي چې عمرونه یې زیات وي او د بدن مقاومت یې کمزوری وي.

فیروزالدین فیروز همدارنګه وویل، چې په هرات کې یې ۸۰ بستریز روغتون چمتو کړی دی.

همدارنګه نن د افغانستان د ګاونډ د تاجکستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پرون د فبروري ۲۴مه یې ۱۱۴۸ تنه په روغتون کې قرنطین کړي دي. دوی وايي دا هغه خلک و چې د روان میلادي کال له پیله دې هېواد ته راغلي وو.

د دې وزارت په وینا له پرون راهیسې تر ننه یې ۸۸۲ تنه له روغتون څخه رخصت کړي چې ۲۶۶تنه لا قرنطین دي.

په ورته وخت په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له تائيد وروسته پاکستان او عراق هم له دې هېواد سره پر خپلو ګډو پولو تګ راتګ کم کړی دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ایران سره ګډه پوله یې د احتیاطي په توګه په موقتي ډول تړلې ده.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51625545

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading