بازتاب نیوز

په کابل کې دوه زدکړیال وروڼه، د کوټې ملګرو وژلي

٦ کب ١٣٩٨ آریانا نیوز

د کابل ښار د ۱۸ حوزې د برچي سیمې د مسلخ په اړوند سیمه کې دوه وروڼه د کوټې د ملګرو لخوا د چاقو پر ګوزارونو وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي؛ دلاور او هادي نومي دواړه زدکړیللان / محصلان ول او ور سره همهاله یې د پي وي سي کارخونې چارې تر سره کولې.

یزدان بخش نومی خپلوان یې وایي، دا دواړه د زدکړو لپاره له بلخ ولایته راغلي وه او ور سره جوخت یې د پي وي سي کارونه مخته وړل، چې په شپه غالي کې د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول.

عیسی شرافت  نومي خپل یې ویلي، دا دوه کسان هغه مهال وژل کیږي، چې د دوشنبې پر ورځ یې کورنۍ ورته دوه زره یورو رالیږلي وه.

د کابل پولیسو په ډاګه کړې، دوی په شپه غالي کې ژوند کاوه؛ کله، چې د کورنۍ غړيو یې ورته دوه زره یورو ورولیږلې، تېره شپه د خپلو ملګرو لخوا، چې په کوټه کې ور سره ول، وژل کیږي.

د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال عصمت الله نیکزاد زیاته کړې، چې د کوټې یو ملګری یې  نیول شوی او یو بل تښتیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د یو شمېر څرګندونو له مخې د مجرمینو پر ضد عملیات تر سره شوي او جنایي جرمونه هم ډېر نه ترسترګو کیږي؛ خو دا د جنایي جرمونو یوه نوې بڼه وه.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uoo-298/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading