بازتاب نیوز

امرالله صالح خپل ۳۹ فیسبوکي منتقدین لويې څارنوالی ته ورپېژندلي

٦ کب ١٣٩٨ آریانا نیوز

د روند سبز افغانستان یا رسا مشر امرالله صالح خپل نهه دېرش فیسبوکي منتقدین لويې څارنوالی ته ورپېژندلي دي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ  له دولت جوړونکې ټاکنډلې سره له یوځای کیدومخکې د روند سبز افغانستان یا رسا مشر امرالله صالح متفاوت لیدلوری درلود؛ خو اوس، چې له نوموړي سره په ټاکنیز بهیر کې یو ځای شوی هر فسبوکي نظر یې له ډول ډول غبرګونونو سره مخ کیږي.

تازه لویې څارنوالۍ ویلي؛ امرالله صالح ۳۹ کسان رسا ادارې ته په سپکاوي تورن کړي، چې ځینې یې تر څېړنو لاندې دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ويلي؛ د اقتصاد، ماليې، دفاع، لوړو زدکړو او کورنیو چارو وزارتونو او برښنا شرکت د کار کوونکیو نهه دېرش قضيې دوی ته رسیدلي، چې په کې ویل شوي د روند سبز افغانستان مشر امرالله صلاح ته سپکاوی شوی.

رسولي وایي؛ د افغانستان په جزا کوډ کې یوه مندرجه موضوع، چې جرم ګنل کیږي سپکاوی او ښکنځلې دي.

نوموړی زیاتوي؛ له دې کسانو به څېړنې وشي.

یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې د برښنا شرکت او لوړو زدکړو وزارت یو- یو کارکونکی څارنوالی ته ورغلي اوڅېړنې ترې روانې دي. په داسې حال کې، چې د دوی په فسبوک پاڼو کې د امرالله صالح پر خبرو او اندونو نقد شوی. لکه: ته! وشرمیږه. له ټاکنو مخکې دې غني ته څه ویل؛ شرم او حیا یوه انسان ته ښه ده.

د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې نی ویلي؛ صالح رسنیز مسایل د استخباراتو له دريڅې ګوري او که صالح ستونزه لري کولی شي د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمیسیون له لارې دې خپله اندېښنه وړاندې کړي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټ اجرائیه مشر مجیب خلوتګر څرګنده کړې، چې که صالح کومه ستونزه لري؛ د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمیسیون ته دي وړاندې کړي، چې په اړه یي اقدام وشي نه دا، چې لویې څارنوالۍ ته یي راجع کړي.  

افغان حکومت په تېرو کې ویلي؛ د بیان آزادي یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې ترې ملاتړ کوي، خو په ډېرو مواردو کې لیدل کیږي، چې له رسنیو سره مسلکي چلند ندی شوی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/امرال-2/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading