بازتاب نیوز

امریکا: افغانستان کې د موازي حکومت جوړولو هڅې قانون سره په ټکر کې دي

٦ کب ١٣٩٨ بی بی سی

د امریکا د بهرنیو چارو په یوه اعلامیه کې ویلي افغان حکومت د ولسمشر د لوړې مراسمو پر ځنډولو موافقه کړې، په اعلامیه کې راغلي افغان سیاستوال دې له موازې حکومت او له نورو داسې کړنو ډډه وکړي چې په په افغانستان ټيکاو ګواښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن ( سې شبنه فبروري ۲۴) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې راتلونکی حکومت دې پراخ بنسټه وي داسې چې د ټولو افغانانو هیلې پر ځای کړي. په اعلامیه کې پر افغان سیاستوال او د هغوی پر ملاتړو غږ شوی چې " سیاسي بحثونه په ارامۍ او د زور او یا د زور کارولو له ګواښ پرته ترسره شي. " او دوی "باید د اساسي قانون او قانون حاکمیت خلاف د موازي حکومتي بنسټونو د رامنځته کولو په ګډون له ټیکاو ګډوډوونکو کړنو لاس واخلي. "

امریکا وايي اوس د سولې وخت دی، نو" د ټاکنو پر ځای د تلپاتې سولې پر لور ګامونه اخېستل په کار دي چې له طالبانو سره جګړه ختمه کړي او سیاسي حل لار وموندل شي. "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په راتلونکې مارچ میاشت کې پيل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ښکیلې خواوې هڅول شوي چې د سولې هڅو کې برخه واخلي او" د سولې لپاره پر یوه ملي اډانه " سره سلا شي، داسې اډانه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي وکړي چې پر مټ یې د سولې خبرو ته چمتو او مشري یې وکړي.

امریکا وايي د وخت په پام کې نیولو لپاره "افغانانو ته په کار دي چې پر دې مسایلو هوکړه وکړي". په دې اعلامیه له افغان حکومته مننه شوې چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51637424

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading