بازتاب نیوز

هرات کې د کرونا ۹ شکمنې ثبت شوې پېښې منفي وې

٧ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، چې دغه ولایت کې د کرونا ۹ شکمنې پېښې منفي وې، او تر اوسه په ټول افغانستان کې یوازې یو کس په کرونا ویروس اخته دی.

د هرات ولایت دعامې ورغتیا ریاست د هېواد د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له خولې ویلي چې هرات کې د کرونا ۹ شکمنې پېښې ټولې مفني وې، او یوازې یو کس هرات ولایت کې پر کرونا ویروس اخته دی.

تېره ورځ عامې روغتیا وزارت وویل چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس یو شمېر نورې شکمنې پېښې ثبت شوي، او تر څېړنې وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

تېره ورځ غور ولایت کې هم د یاد ویروس یوه شکمنه پېښه ثبت شوه، خو عامې روغتیا وزارت یې تر اوسه په اړه څه ندي ویلي.

کرونا ویروس چې د نړۍ یو شمېر ډېرو هېوادونو کې خپرو شوی، افغانستان هم ترې لرې ندی پاتې او هرات ولایت کې یو کس چې له ایران څخه هرات راستون شوی وو، په کرونا ویروس اخته شوی دی.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت د یاد ویروس د مخنیوي په پار یو شمېر ګامونه پورته کړي، او خلکو ته په دوام داره ډول صحي لارښونې کوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25271

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading