بازتاب نیوز

افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول

٧ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشر غني مالیې وزارت ته لارښونه کړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار پنځلس میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په واکې کې ورکړي.

تېره ورځ ( سه شنبه کب ۶ ) ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د ولسمشر غني په مشرۍ فوق العاده غونډه ترسره شو، چې پکې د ماليې وزارت ته لارښونه شوې تر څو پنځلس میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د پنځلس میلیونه ډالرو تر څنګ لس میلیونه ډالر به د ریزف په توګه د عامې روغتیا وزارت ته ځانګړې شي.

تر هغه وروسته چې ایران کې کرونا ویروس خپور شو، او د یو شمېر کسانو ژوند یې واخیست، نو د ایران او افغانستان تر منځ په پراخه پیمانه تګ راتګ ته په کتو افغانستان کې هم د یاد ویروس د خپرېدو احتمال ډېر شو.

تر دې مهال افغانستان کې د کرونا یوازې یو ه مثبته پېښه ثبت شوې، چې اخته کس په تازګۍ سره له ایران څخه هرات ولایت ته راستون شوی وو ، او پر کرونا ویروس اخته شوی چې دا مهال تر قرنطین لاندې شپې او ورځې تېروي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25274

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading