بازتاب نیوز

د بښنې نړیوال سازمان د امرالله صالح له لوري څارنوالۍ ته د منتقدینو ور پېژندل غندلي

٧ کب ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د امرالله صالح په هغه اقدام خواشیني ښودلې، چې خپل څلوېښت تنه منتقدین یې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي.

د بښنې نړیوال سازمان په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « موږ د امرالله صالح له لوري لويې څارنوالي ته د څلوېښتو تنو منتقدینو په ور پېژندلو ژور خواشیني یو، هیڅوک باید په سوله ییزه توګه د  نظر ورکولو له امله د کسات ښکار نشي.»

یاده دې وي، چې د امرالله صالح تر واک لاندې خوځښت «زرغون بهیر» له لوري د ټولنیزو رسنیو هغه څلوېښت کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي، چې د نوموړي د فسبوک او ټویټر په پوسټونو کې یې په هغه نقد کاوه.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي ويلي، په دغو تورنو کسانو کې د دفاع، کورنيو چارو، اقتصاد او لوړو زده کړو وزارت مامورين هم شامل دي، چې د څارنوالۍ مسؤولينو د قانون مطابق ټولو تورنو کسانو ته جلب لېږلی، څو د څېړنو لپاره حاضر شي.

د رسنيو يو شمېر ملاتړو بنسټونو د امرالله صالح د دا ډول ګامونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خبريالانو د ژغورنې ادارې مرستيال صديق الله توحيدي ويلي، هېڅوک په افغانستان کې د استبداد حق نه لري، که لوړپوړي مسؤولين پر يو چا تور لګوي، نو بايد د اساسي قانون مطابق وي، نه دا چې د خپل سياسي دريځ څخه په استفاده خلک څارنوالۍ ته معرفي کړي.

بل لور ته امرالله صالح بیا وایي، ده هیڅوک هم په خپلو لیکنو باندې د نقد له امله لويې څارنوالۍ ته نه دي معرفي کړي او په خبره یې، څارنوالي ته پېژندل شوي کسان د «زرغون بهیر» او ددې بهیر د غړو د خصوصي حریم د ساتنې په موخه په نښه شوي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159747/د-بښنې-نړیوال-سازمان-د-امرالله-صالح-له-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading