بازتاب نیوز

د بامیانو د لرغونو آثارو د خونديتوب لپاره جاپان ۳،۸ میلیونه ډالر مرسته وکړه

٧ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د نړیوال میرا ث د خطر نوملړ څخه د بامیانو د نوم لرې کولو لپاره جاپان هېواد چمتوالی ښودلی، او له افغانستان سره یې د ۳،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژه لاسلیک کړې ده.

دغه پروژه چې د بامیانو د لرغوني آثارو د خوندیتوب په موخه لاسلیک شوې، د جاپان او افغانستان تر منځ د شاوخوا دوه لسیزو د فرهنګي همکاریو د تازه کولو په موخه لاسیلک شوې ده.

یاده پروژه کابل کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري او د کابل کې د جاپان سفیر  میتسوجي سوزکاو ترمنځ لاسلیک شوې ده.

کابل کې د جاپان سفارت او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې ګدې اعلامیه کې ویلي، چې ۲۰۰۳ کال کې د بامیانو درې لرغوني آثار د یونسکو لخوا د نړیوالو فرهنګي آثارو میراث په توګه وپېژندل شول، او په هماغه وخت کې د نړیوال میراثونو د خطر نوملړ کې وغورځل شول چې اوس یې د ساتلو لپاره جاپان خپل چمتووالی ښودلی دی.

بامیان ولایت کې د یو شمېر نړیوالو لرغونو آثار شتون د یو شمېر ډېرو کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو پام ځان  ته اړولی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25277

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading