بازتاب نیوز

ثبات او همپالنې ټيم: د عبدالله د لوړې مراسم مو د امريکا په غوښتنه وځنډول

٧ کب ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم وايي، د واليانو ګومارنه او د ولسمشرۍ د لوړې مراسم يې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه ځنډولي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم يوه غړي فضل احمد معنوي رسنيو ته ويلي، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره د ليدو پر مهال له دوی غوښتي، چې د والیانو ګومارنه او د لوړې مراسم د سولې پروسې په موخه وځنډوي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه ځانونه د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکي بولي او دواړو د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی پيل کړی و، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه يې ځنډولي دي.

فضل احمد معنوي زياته کړې، چې دوی د ښاغلي خلیلزاد په غوښتنه د لوړې مراسم ځنډولي او ارګ هم ويلي، چې د لوړې مراسم به نه ترسره کيږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون تېره اونۍ ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اعلان کړې اشرف غني ګټونکی اعلان کړ او د ولسمشرۍ وثیقه يې ورکړه، خو د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله د پایلو له منلو نټه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دی ولسمشر دی او ټول شموله حکومت د جوړولو اعلان يې وکړ.

اشرف غني او عبدالله دواړو د جلا جلا لوړې مراسمو چمتووالی پيل کړی و او يو شمېر میلمانه يې هم رابللي وو، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه يې د لوړې مراسم وځنډول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې، ويناپاڼه کې ويلي، سياسي مشران بايد د لوړې مراسم وځنډوي، تر څو د سولې روانو هڅو ته زيان ونه رسيږي او په عين حال کې يې د موازي حکومت له جوړولو سره هم مخالفت ښودلی دی.

امريکا وايي، د افغانستان راتلونکی حکومت دې پراخ بنسټه وي، چې ټولو افغانانو ته په برخه ورکول شي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159749/ثبات-او-همپالنې-ټيم-د-عبدالله-د-لوړې-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading