بازتاب نیوز

د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د مارچ تر نهمې ته وځنډول شول

٧ کب ١٣٩٨ بی بی سی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له پراخو او هر اړخیزو کورنیو او بهرنیو سلامشورو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم، چې په پام کې وه، د کب پر ۸مه ترسره شي، د کب تر ۱۹ نېټې پورې وځنډول شول.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د لوړې د مراسمو ځنډېدو په تړاو د هېواد له سیاستوالو، قومي مشرانو او د افغانستان له نړیوالو شریکانو سره هر اړخیزه مشورې شوې دي.

د ویناپاڼې له مخې، "د کورونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو، لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي."

نور جزییات لږ وروسته خپرېږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51644577

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading