بازتاب نیوز

بښنې‌نړیوال‌سازمان: لویې څارنوالۍ ته د امرالله صالح شکایتونو اندېښمن کړي یو

٧ کب ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو بریالی شوی اعلان شو، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دا کسان د زرغون حرکت له ادرسه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي، نه د ده له خوا.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د زرغون حرکت مشر امرالله صالح د هغو ۳۹ کسانو شکایتونه ثبت کړي، چې دده په ټکو پر خواله سنیو یې د ده سپکاوی کړی. د بښنې نړیوال سازمان وايي، د ښاغلي صالح دې کار دوی 'ژور اندېښمن' کړي دي.

دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پر خواله رسنیو تبصرو کې د امرالله صالح په تړاو د څرګندونو له کبله د افغانستان لویې څارنوالۍ ته د ۴۰ کسانو راجع کولو په اړه ژوره اندېښنه لرو.

د خواله رسنیو دغه کارنو ښاغلي صالح ته په سپکاوي او سپکو، سپورو ویلو تورن دي او د لويې څارنوالۍ په وینا ټول یې سوال او ځواب ته ورغوښتي دي.

د افغانستان لویي څارنوالي وايي هغه شکایتونو، چې د زرغون حرکت له خوا ور ته استول شوي دي، پکې ادعا شوي دي، چې د خواله رسینو ۳۹ کارونکو د زرغون حرکت مشر او د ولسمشرمحمداشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ته پر شخصي اکاونټونو یا حسابونو کې سپکاوی کړی او هغه ته یې سپکي، سپوري لیکلي دي.

د دغې عدلي او قضايي ادارې ویاند جمشید رسولي وايي، د دغو شکایتونه د ارزونې بهیر پیل شوی دی:

له ټویټر تېر شئ د @amnestysasia شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @amnestysasia شمېره په مټ

"دغه ۳۹ قضیې د افغانستان لويه څارونوالۍ ته رسیدلې او د څېړنې کار یې روان دی. د یاد شمېر قضیو له ډلې ۷، چې څو ورځې مخکې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته رسېدلې وې، هغه کسان چې تور پرې پوري شوي وو جلب شوي وو، هغه نورو قضیې، چې دوې ورځې مخکې او پرون څارونوالۍ ته رسېدلي دي، زموږ د همکارانو د لومړنیو ملاحظاتو او څېړنو لاندې دي او د قوانینو په رڼا کې به د هغوی په باره کې هم اقدامات وشي."

د ښاغلي رسولي په وینا هغه کسان، چې شکایت ځنې شوی و، د سوال او ځواب لپاره یې لویې څارنوالۍ ته ورغوښتې ول خو په خبره یوازې دوه تنه یې حاضر نه شول.

د هغو اسنادو له مخې، زرغون حرکت لويه څارنوالۍ ته استولي دي، د دغو کسانو لویه برخه د کورنیو، دفاع، لوړو زد کړو وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت کار کوونکي دي.

ښاغلي رسولي زیاتوي، د شکایتونو له څېړلو وروسته به جرمي برخه قضیې محاکمې ته او د رسنیزو سرغړونو برخه قضیې به د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت ته ولیږي.

خو د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت کې د شکایتونو اورېدنې او رسنیز سرغړونه کمیسیون غړی صدیق الله توحيدي وايي، د خواله رسنیو کارونکي لويه څارنوالۍ ته معرفي کول خپله د قانون خلاف عمل دی.

له فیسبوک تېر شئ د Amrullah Saleh شمېره په مټ

د فیسبوک تبصرې پای د Amrullah Saleh شمېره په مټ

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو بریالی شوی اعلان شو، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دا کسان د زرغون حرکت له ادرسه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي، نه د ده له خوا. ښاغلي صالح زیاتوي، له تېر یو نیم کاله راهیسې د زرغون حرکت په فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې.

نوموړي همدا ډول څو میاشتې مخکې هم پر خپل فېسبوک لیکلي و، هغه کسان چې ما ته سپکې، سپورې وايي، هېر به یې نه کړم.

د ښاغلي صالح همدا فیسبوکې لیکنه، د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو نقد کړې او هغه یې مخامخ ګواښ یاد کړی، خو د خواله رسنیو ځنیو کاروونکو بیا د نوموړي د همدې فېسبوکي پوست ملاتړ کړی دی.

بل خوا د بیان ازادیو یو شمېر ملاتړو لويه څارنوالۍ ته د خواله رسنیو کاروونکو معرفي کول، د بیان ازادیو پر وړاندې ګواښ بولي او په وینا یې، که د خواله رسنیو کاروونکو همدا ډول عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي لړۍ دوام وکړي، کېدای شي په راتلونکي په افغانستان کې د وینا د ازادۍ پولې محدودې شي.

په افغانستان کې په خواله رسنیو کې د سیاسي مشرانو لیکنو ته لسګونه، ان زرګونه تبصرې لیکل کېږي، چې ځینې ستاینې او نیوکې وي او ان یو شمېر خو سپکې سپورې هم ور ته لیکي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51644576

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading