بازتاب نیوز

د لوړې مراسم به د مارچ پر ۹ تر سره شي- خلیلزاد

٧ کب ١٣٩٨ آریانا نیوز

د افغانستان د سولې امریکایي استازي خلیلزاد  د ولسمشر اشرف غني له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د لوړې مراسم یې د مارچ تر ۹ وځنډول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې چارشنبې پر ورځ د کب ۷/ د فبروري ۲۶ د اشرف غني له هغې پرېکړې هر کلی کړی، چې د لوړې مراسم یې د کب تر ۱۹/ د مارچ تر ۹ ځنډولي دي.

دغه راز خلیلزاد څرګنده کړې: اوس، چې د ټاکنو بهیر پای ته رسیدلی او اشرف غني ګټونکی اعلان شوی؛ نو نور باید سیاسي مشران ډاډ من شي، چې ټولشموله حکومت د ټولو افغانانو د غوښتنې څرګندونکی دی.

ولسمشرۍ تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ د لوړې مذاسمو ته د پنجشنبې پر ورځ د کب ۸ چمتووالی نیولی و او داکتر عبد الله عبدالله هم د ولسمشر په توګه د لوړې د تر سره کولو غږ راپورته کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uuuu-48/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading