بازتاب نیوز

خلیلزاد: د لوړې مراسمو په ځنډولو له ولسمشر غني مننه کوو او راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي

٧ کب ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د لوړې مراسمو ځنډولو له امله له ولسمشر اشرف غني مننه کوي او د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی، د لوړې مراسم يې ځنډولي او ټاکل شوې، چې دغه مراسم د راتلونکې مارچ مياشت په نهمه ترسره شي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي، تر څو ټول افغانان په کې ځانونه وويني.

د کابل حکومت مشر اشرف غني ويلي و، چې د راتلونکي ولسمشر په توګه به د لوړې مراسم سبا پنجشنبه د کب په اتمه نېټه ترسره شي، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، دا غونډه د امريکا په غوښتنه ځنډول شوې ده.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ ليکلي و، چې زلمي خلیلزاد له اشرف غني او عبدالله دواړو غوښتي، چې د لوړې مراسم د سولې پروسې ته زيان رسوي او دوی بايد دا مراسم وځنډوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم مشر غړي فضل احمد معنوي هم ويلي، د واليانو ګومارنه او د لوړې مراسم يې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه ځنډولي او ارګ هم ويلي، چې دا مراسم به نه ترسره کيږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله وايي، دا پایلې نه مني او ټينګار کوي، چې دی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي او ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم ويلي، افغان مشران بايد د ټاکنيزو ناندريو پر ځای د سولې پروسې ته پاملرنه وکړي او له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته دې ټول شموله حکومت رامنځته شي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159755/خلیلزاد-د-لوړې-مراسمو-په-ځنډولو-له-ولسم/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading