بازتاب نیوز

ارګ: د کورونا وېروس مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالره منل شوي

٧ کب ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption افغان حکومت وایي د کورونا وېروس مخنیوي ته یې تدابیر نیولي

په داسې حال کې چې د کورونا بحران مخ په پراخېدو دی د افغانستان حکومت وایي چې ورسره جدي مبارزې ته یې چمتووالی نیولی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دغه ویروس سره د مبارزې د نوو هڅو په پار ۲۵ مېلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې.

نوموړي په یوه ځانګړې غونډه کې يوې کارډلې ته امر کړی چې د کورونا د خپرېدو د مخنيوي لپاره اړین پروګرامونه پلي کړي.

ولسمشر غني بېلابېلو دولتي ادارو او خصوصي سکتور ته سپارښتنه کړې چې د دغه ويروس په مخنيوي کې همکاري وکړي. د ولسمشر د دستور له مخې، په هوايي او ځمکنيو لارو کې باید د مخنيوي او څارنې ځانګړي وسایل هم ځای پر ځای شي.

ښاغلي غني مالیې وزارت ته امر کړی چې ۱۵ میلیونه ډالره عامې روغتیا وزارت ته ورکړي او لس مېلیونه ډالره نور هم احتیاطي ورته وساتي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، یاد وزارت هغه بودجه برابرولی شي چې عامې روغتیا وزارت ورته له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت وايي له کورونا سره د مبارزې لپاره يې هڅې په پنځو برخو ورټولې دي چې د خپرېدو مخه یې ونيسي.

د دغه وزارت چارواکي وايي اوس ورته د پېښو څارنه او تشخیص، د ادارو تر منځ همغږي، د تاييد شوو پېښو مدیریت، د صحي خدمتونو ډېرول، د خطرونو او اړتیاوو مديریت لومړيتوب لري.

Image caption ولسمشر غني د کورونا وېروس مخنیوي په اړه ارګ کې ځانګړې غونډه وکړه

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدامحمد پیکان چې د کوروناويروس د خپرېدو د مدیریت لپاره هرات ته تللی وايي له کورونا سره د مبارزې لپاره لومړني او بنسټیز ګامونه اخیستل شوي او پر دغې ناروغۍ مشکوک اخته کسان پېژندل شوي او قرنطين شوي.

په هرات کې د دغه ویروس د لومړۍ مثبتې پېښې له تائيد وروسته افغانستان له ایران سره ځمکنۍ او هوايي پولې د دوشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره وتړلې.

افغانستان ته د کورونا ویروس د راتګ اصلي ځای د ایران د قم ښار بلل شوی. ایران له چين وروسته د کورونا د خپرېدو له امله د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې د ایراني چارواکو بې غوري افغانستان او د ایران نورو ګاونډیو هېوادونو ته د کورونا د خپرېدو لامل شوې.

د افغانستان حکومت وايي په هر ولایت کې يې د کورونا له خپرېدو سره د مقابلې د همغږۍ کمېټې جوړې کړې او روغتونونه هم چمتو دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51645721

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading