بازتاب نیوز

ارګ: د کرونا ویروس د خپرېدو اوازو مو د لوړې مراسم وځنډول

٧ کب ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني د لوړې د مراسمو د ځنډ خبر ورکړ، ارګ وایي، دا مراسم یې د کرونا ویروس د خپرېدو د اوازو له امله ځنډولي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني له قومي مشرانو، شخصیتونو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او نړیوالو شریکانو سره تر سلا مشورو وروسته د لوړې مراسم د کب د میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې ځنډولي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي. د افغانستان جمهور رئیس د شریف ملت د حوصلې او د هیواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.»

ددې تر څنګ امنیتي ځواکونو ته دستور ورکول شوی، چې د اورکم د اوونۍ په مهال مسلکي پاملرنه او د هیوادوالو د ځان او مال په خوندیتوب کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو تن مخکښ غړی «فضل احمد معنوي» بیا وایي، عبدالله عبدالله هم د لوړې د مراسمو لپاره چمتووالی درلود؛ خو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په غوښتنه يې دا مراسم وځنډول.

یاده دې وي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ارګ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده کړه، چې د لوړې مراسم ځنډېدلي.

ورپسې «زلمي خلیلزاد» هم د خپل ټویټر له لارې له حکومت مننه وکړه، چې د مراسمو د ځنډولو توافق یې کړی او تر څنګ یې ټینګار وکړ، چې نوی حکومت باید همه شموله وي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159761/ارګ-د-کرونا-ویروس-د-خپرېدو-اوازو-مو-د-لو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading