بازتاب نیوز

ولس او طالبانو په ګډه د نیالګیو کېنول پيل کړي/انځورونه او ويډیوګانې

٧ کب ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): په تخار او کندز ولایتونو کې طالبانو له ولسي وګړو سره د نیالګیو مرسته کړې او له هغوی سره په ګډه یې د کېنولو چاره پيل کړې.

دغه مرسته د طالبانو د «کرهڼې او مالدارۍ» کمېسیون له لوري د کندز او تخار خلګو ته وېشل شوې او په ګڼو نورو ولایتونو کې یې هم د وېشلو پلان شته.

د کرهڼې او مالدارۍ کمېسیون له ټولو ولسي وګړو غوښتي، چې د کرهڼیز موسم له رارسېدو سره سم نیالګي کېنوي، ویې پالي او ساتنه یې وکړي.

یاده دې وي، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا طالبان د مشرتابه په امر هر نوی کال د نیالګیو په کېنولو پیلوي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/159773/ولس-او-طالبانو-په-ګډه-د-نیالګیو-کېنول-پي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading