بازتاب نیوز

د کرونا ویروس له وېرې؛ عربستان عمرې حج ته په ورتلونکو کسانو بندیز لګولی

٨ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

سعودي عربستان دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار عمرې حج ته د ورتلونکو کسانو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د عربستان هېواد چاوراکو نن پنجشنبه ویلي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې یې عمرې حج ته د ورتلونکو کسانو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د عربستان “واس” خبري آژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي په پار یو شمېر ګامونه پورته کړي چې عمرې حج ته په ورتلونکو کسانو هم تر نامعلومې نېټې بندیز لګول شوی دی.

تر اوسه سعودي عربستان کې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو د هېواد یو شمېر ډېرو هېوادو کې یاد ویروس خپور شوی چې تر دې مهاله یې ټوله نړۍ کې تر دوه زرو ډېر کسان وژلي او په زرهاو نور پرې اخته دي.

کرونا ویروس لومړی ځل د چین په وهان ښار کې خپور شو، چې تر هغه وروسته ټول چین او بیا د نړۍ یو شمېر ډېرو هېوادونو کې هم یاد ویروس خپور شو.

افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرونا ویروس پکې خپور شوی دی، خو تر دې مهال یوازې یوه مثبته پېښه افغانستان کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې هېواد کې یاد ویروس تر کنترول لاندې دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25287

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading