بازتاب نیوز

هرات کې د ورځې ۶۰ زره ماسکونه تولیدېږي

٨ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

تر هغه وروسته چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه، نو بازارونو کې د ماسک بیه لوړه شوه، چې د همدې ستونزې د حل لپاره هرات ولایت کې د ماسک جوړونې یوازینۍ خونې د ماسک د تولید کچه ډېره کړې ده.

هرات کې د دغې ماسک جوړونې کارخونې مسؤلین وايي،  یوې ورځ کې د ۶۰ زرو ماسکونو د تولید ظرفیت لري، چې تر تولید وروسته یې په درمل خونو وېشي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې سره سم د ماسکونو او یو شمېر نور روغتیایي توکو بیه خورا لوړه شوې ده، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دغه کارخونه کولای شي هرات ولایت کې د ماسکونو د نشتون ستونزه هواره کړي.

افغانستان کې د  کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې او د عامې روغتیا وزارت د صحي لارښونو سره سم، نه یوازې هرات بلکې کابل کې هم د ماسکونو بیه لوړه شوې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25290

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading