بازتاب نیوز

افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان خوشې کوي او طالبانو هم ۱۰۰۰ حکومت پلوه اسیران

٨ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د شنبې په ورځ لاسلیک شي، چې تر هغه وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره د اعتماد د رامنځته کېدو په پار به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان به بیا د افغان حکومت زر سرتیري خوشې کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دوي او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه به پر خپل ټاکل شوي وخت لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې مهال هېڅ بدلونه ندی رامنځته شوی، او ټاکل شوې د کب په لسمه نېټه دوي او امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړي او تر هغه وروسته بین لافغاني خبرې پیلېږي.

ښاغلي شاهین ویلي چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي، چې طالبان یې په مقابل کې زره حکومت پلوه اسیران خوشې کوي.

افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اونۍ په ختمېدو دی، او د شنبې په ورځ به طالبان او امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړي، تر دې مخکې د امریکا ولسمشر هم ویلي که د تاوتریخوالي د کمېدو بهیر ګټور وي نو هرو مروه به د سولې هوکړه له طالبانو سره لاسلیک کړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه ندي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې راتلونکو ورځو کې به د بین الافغاني خبرو لپاره له خپل اړخ څخه پلاوی وټاکي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25293

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading