بازتاب نیوز

خلیلزاد د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې پيل کړي

٨ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو ترمنځ د جوړجاړي خبرې پیل شوي دي.

ښاغلي فرهمند پر خپل ټوېتر پاڼه لیکلي چې د دواړو ټيمونو ترمنځ د خلیلزاد په منځګړیتوب د جوړجاړي خبرې پیل شوي، او دوي له خپل اړخ څخه د لوړې مراسم او د والیانو ګمارل درولي دي.

هغه لیکلي چې سوله د ثبات او همپالنې ټیم له لومړیتوبونو څخه ده، خو د خلکو له پاکو رایو به تر ورستي حد دفاع وکړي.

بل لور ته ولسمشر غني هم د امریکا په غوښتنه د خپل د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي ځنډولي، او د ولسمشر له دې پرېکړې خلیلزاد هم تود هرکلی کړی دی.

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې د کب میاشتې تر ۱۹ مې نېټې ځنډولي دي.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ولسمشر غني له دې پرېکړې هرکلی وکړ، او وویل چې ټاکنې پای ته رسېدلي او اشرف غني یې ګټونکی اعلان شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد له نور افغان چارواکو وغوښتل چې ډاډ ورکړي تر څو د افغانستان نوی حکومت ټول شموله وي تر څو ټول افغانان پکې ځان وویني.

تر دې څو ورځې مخکې امریکا وویل چې افغانستان کې د موازي حکومت رامنځته کولو هڅې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي، او باید تر ډډه وشي.

امریکا هڅه کوي چې افغانستان کې د ټاکنو پر سره راټوکېدلی کړکېج د سولې روان بهیر اغیزمن نکړي، او له چارواکو یې غوښتي چې یو موټي شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25296

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading