بازتاب نیوز

ټیموټي ویکس قطر ته تللی او انس حقاني یې هر کلي ته ورغلی

٨ کب ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

طالبان ویلي چې افغانستان کې د امریکايي پوهنتون ښوونکی “ټیموټی ویکس” چې کابو درې کاله له دوي سره وو، اوس د سولې د هوکړې لپاره قطر هېواد ته تللی او هلته د انس حقاني لخوا یې هر کلی شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد لیکلي:

“د اسلامي امارت سره تر مودو بندي د امریکايي پوهنتون استرالیایی استاد ( ټیموټي ویکس) له امریکا سره د اسلامي امارت د تړون په مراسمو کې د ګډون لپاره دوخې ته ورسېد.”

ټموټي ویکس څه موده مخکې له یو بل امریکايي ښوونکي سره یوځای چې درې کاله د طالبانو په بند کې وو، د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو په بدل کې د طالبانو له لوري خوش کړل شو.

ټیموټي ویکس کله چې د طالبانو له بند څخه خوشې کړل شو، نو رسنیو سره یې خبرو کې وویل چې د بند پر مهال طالبان یې ښه ملګري شوي دي.

نن ټکي آسیا راپور ورکړی چې د ټیموټي ویکس هر کلي ته انس حقاني هوايي ډګر ته ورغلی او نوموړی یې بدرګه کړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/25299

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading