بازتاب نیوز

د دهراود نابینا امنیه قومندان کارکړنې

٢٢ کب ١٣٩٨ طلوع نیوز

د ارزګان ولایت دهراود امنیه قومندان، شاه محمد شاه سترګو شپږ کاله مخکې د چاودنې په ترڅ کې لید بایللی، خو وايي چې له هېواد او دندې سره یې مینه نه ده بایللې او ډېر وخت په خپله د جګړې مشري کوي.

پر هغه ۵۳ ځله د ځانمرګو بریدونو په ګډون بېلابېل ډول بریدونه شوي او ۹ ځله ټپي شوی دی.

هغه چې په جګړو کې د کورنۍ ۱۳ غړي له لاسه ورکړي، د شلو کارو راهیسې د پوځ لیکو کې پر دنده بوخت دی او پنځه کاله کېږي چې د دهراود د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

څارمن شاه محمد شاه وايي:«زه اوس هم تعرضي جګړه کوم، او هېڅ داسې فکر نه کوم چې سترګې مې له لاسه ورکړي، او قومنده  کوم او خپل کار مخې ته بیایم، که مې ښه کار کړی وي خلکو ته، نو ولس او نظام زما سترګې دي.»

شاه محمد وايي د پخوا په څېر خپلې دندې ته ادامه ورکوي او د دهراود ګڼې مېشتې ولسوالۍ امنیت يي کابو کړی دی او ډېر وخت د جګړې لومړۍ کرښې ته ورځي.

‎د دهراود امنیه قومندان د افغان ځواکونو په لیکو کې د خپلو څلورو وروڼو په ګډون د کورنۍ ۱۳ غړي له لاسه ورکړي. ورور یې، جان محمد وايي چې د ژوند تر وروستیو شېبو پورې به د افغان ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کوي او هېواد ته به خدمت کوی.

جان محمد زیاتوي:«زموږ د کورنۍ څلور وروڼه په دې نظام کې له لاسه ورکړي دي. دوه مې وریرونه دښمن په وحشیانه توګه وژلي چې په ماین یې کینولي او الوزولي یې دي، ماما مې وژل شوی، دوه مې د ماما او درې د کاکا زامن زموږ په سر دښمن وژلي دي او زموږ د کورنۍ ۱۳ او یا هم څوارلس کسان وژل شوي دي.»

همداراز ارزګان کې افغان سرتېری، عبدالرازق د ښاغلي شاه محمد په تړاو وايي:«کله چې موږ عملیاتو ته ځو، قومندان شاه محمد راسره وي، او سل یا دوه سوه متره شاته راته ولاړ وي، او راته لارښوونه کوي او هغه پلان کوي او موږ یې په پلان سره مخې ته ځو.»

ارزګان د هېواد یو له نا امنه ولایتونو دی او د مرکز ترینکوټ سره د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو ځمکنۍ لارې د نا امنیو له امله د څو کلنو راپدیخوا بندې دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-دهراود-نابینا-امنیه-قومندان-کارکړنې

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading