بازتاب نیوز

کابل ښار کې پر درمسال ډله ييز برید پای ته ورسېد

٦ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د اهل هنودو پر درمسال وسله وال برید له شپږ ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی.

د کابل پوليس وايي، برید څلورو کسانو کړی و، چې څلور واړه ووژل شول.

دغه بریدګر نن سهار اته نيمې بجې د لومړۍ حوزې شور بازار سيمه کې درمسال ته ننوتل او هلته يې پر خلکو ډزې پيل کړې.

د رپوټونو له مخې په دې برید کې يوولس تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

طالبانو په دې برید کې لاس رلرل رد کړي دي، خو بل چا هم تر اوسه د دې بريد مسؤوليت نه دی منلی.

هندوان او سيکان له تېرو څو پېړيو راهيسې په افغانستان کې د نورو افغانانو په څېر ژوند کوي، تر اوسه يې ټول عبادت ځايونه خوندي وو او دا لومړی ځل دی، چې د اهل هنودو پر عبادت ځای داسې مرموز برید شوی دی.

په ولسي جرګه کې د اهل هنودو د ټولنې استازي نريندر سینګ خالصه ويلي، په درمسال کې ۱۵۰ کسان په عبادت بوخت و، چې بریدګر له سپکو او درنو وسلو سره ور ننوتل او خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

په کابل کې د امريکا سفارت او د هند حکومت پر اهل هنودو شوی برید غندلی او د پېښې له قربانيانو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161294/کابل-ښار-کې-پر-درمسال-ډله-ييز-برید-پای-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading