بازتاب نیوز

د بادغیس په بندخونه کې د کورونا یوه شکمنه پېښه ثبت شوې

٦ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د بادغیس د عامې روغتیا مسوولان وايي، د کورونا یوه مثبته پېښه د دغه ولایت په بندخونه کې ثبت شوې ده.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبداللطیف روستايي وايي، د دغه بندي نمونه یې د تشخیص لپاره هرات روغتون ته لېږلې ده. د نوموړي په وینا، اوس یاد بندي چې نارینه دی، جلا ځای ته لېږدول شوی دی.

هغه وايي، یاد بندي یوه اوونۍ مخکې له ایرانه بادغیس ولایت ته راغلی او ملي امنیت د کورني امنیت ګډوډولو په تور نیولی او بندي کړی و.

دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د کورونا یوه بله شکمنه پېښه هم ثبت شوه. پر دغه ویروس شکمن اخته کس له ایرانه راغلی و او تر اوسه یې د تشخیص پایله نه ده روښانه.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه د څلورو بهرنیو ځواکونو په ګډون ۷۹ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54013

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading