بازتاب نیوز

په هلمند کې ۸ ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې ووژل شول

٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملکې وګړو پرموټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې اته ملکي وکړي پکې وژل شوي دي. د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، نن سهار۱۰بجې د موسی کلا ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملکي کسانو پرسراچه موټر د سړک غاړې په ماین چاودنه کې اتو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ځواک په خبره، دا پېښه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده. که څه هم تراوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستي، خو امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي. The post په هلمند کې ۸ ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/25/په-هلمند-کې-۸-ملکي-وګړي-د-ماین-په-چاودنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading