بازتاب نیوز

جنرال سکاټ مېلر د جګړې پر ښکېلو لور د تاوتریخوالي کمېدو غږ وکړ

٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په هېواد کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې په افغانستان کې دننه د جګړې پر ټولو ښکېلو لورو غږ وکړ، چې له کورونا وېروس سره د مبارزې په هدف تاوتریخوالی کم کړي. هغه ویلي، په دغه حساس وخت کې اړتیا ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې خپل تمرکز د کورونا وېروس پر مخنیوي ورټول کړي. هغه وویل، د کروناویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او دا هغه څه دي چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو اغېز کوي. نوموړی پر داسې مهال د جګړې پر ښکېلو لورو دا غږ کوي، چې په افغانستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنو ته رسېدلې او د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، چې د دوی څلور سرتیري هم پرې اخته شوي دي. The post جنرال سکاټ مېلر د جګړې پر ښکېلو لور د تاوتریخوالي کمېدو غږ وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/25/جنرال-سکاټ-مېلر-د-جګړې-پر-ښکېلو-لور-د-تا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading