بازتاب نیوز

په کابل کې پر درمسال په برید کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واښته

٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په کابل کې پر یو درمسال د نن ورځې وسله وال برید د یو برید ګر په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند محمد طارق ارین وایي، د نن ورځې په برید کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ژبل دي. هغه زیاتوي، چې ځانګړي ځواکونه پر دې توانېدلي، څو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ ملکي وګړي وژغوري. تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې. The post په کابل کې پر درمسال په برید کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واښته appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/25/په-کابل-کې-پر-درمسال-په-برید-کې-۳۳-کسانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading