بازتاب نیوز

د عکسونو البوم: کابل کې پر درمسال برید

٦ وری ١٣٩٩ بی بی سی

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چارشنبې پر ورځ (مارچ ۲۵) پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.
Image caption برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد.
Image caption شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.
Image caption د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.
Image caption کابل کې د امریکا سفارت د ننني برید د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یوه ټوېټ کې دا برید غندي چې پکې د عبادتځي په نښه کولو سره بې ګنا خلک زیانمن شوي دي.
Image caption کابل کې د پاکستان سفارت خپل ټوېټر کې ویلي چې د کابل برید غندي.
Image caption د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټوېټر کابل کې پر درمسال دا یو وحشیانه برید بللی دی.
Image caption هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده.

.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52030892

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading