بازتاب نیوز

په غزني کې ځینې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې دوې هغه رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې څه موده وړاندې یې کارونه پیل شوي وو. د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جاغوري ولسوالۍ اړوند په خشکک او سرخ ده کلو کې د اوبو یو حوض او یو استنادي دېوال تر رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د خبرپاڼې له مخې، پر دې پروژو نهه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی دی. که څه هم په هېواد کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو کارونه روان دي، خو هېوادوالو دا کافي نه بولي او په دې برخه کې د حکومت پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار کوي. The post په غزني کې ځینې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/25/په-غزني-کې-ځینې-رغنیزې-پروژې-ګټې-اخیستن/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading