بازتاب نیوز

هوا کې د کورونا ویروس خپرېدل؛ روغتیا وزارت خبرداری ورکړ

٦ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په هرات ښار کې پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله د یوې ۴۵ کلنې مېرمنې مړینه ښيي چې دغه ویروس په ټولنه کې خپور شوی دی.

د مایار په خبره، اوس په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شوی چې یو شمېر یې په هرات کې ولایت کې دي او هېڅ ایران ته نه دي تللي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، په راتلونکیو ۹ میاشتو کې به په ټولنه کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره د افغانستان د ټول‌ټال ۳۲ میلیونه وګړیو له ډلې ۲۶،۸ میلیونه افغانان پر کورونا ویروس اخته شي.

هغه ګواښ وکړ، که په ښارونو، په تېره په هرات، نیمروز او فراه ښارونو کې د ورځې له مخې ګرځبندیز عملي نه شي، له یاد شمېر نه ۶۰۰ زره کسان به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي او په ټولنه کې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته نن په هرات کې د ورځې له مخې ګرځبندیز لګېدلی دی.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د حکومت د دغه ګام هرکلی کوي او یو شمېر نور بیا لا هم پر کورونا ویروس باور نه لري.

د هرات اوسېدونکي عبدالحمید وايي، اوس نږدې ټوله نړۍ له دغه ویروس سره لاس او ګرېوان ده چې په ډېرو سترو هېوادونو کې یې له کبله ښارونه هم تړل شوي او موږ ته هم په‌کار ده چې په ټولنه کې د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شوو.

خو د هرات یو بل اوسېدونکی محمد یوسف که څه هم مني چې کورونا ویروس ټوله نړۍ نیولې، خو باور لري چې په افغانستان کې به خپور نه شي. نوموړی په هرات کې ګرځبندیز هم سم کار نه بولي او وايي، خلک اړتیا لري چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ښار ته راووځي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په هرات کې ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي. دغه راز په نیمروز کې یوه، کابل کې یوه او په بهرنیو ځواکونو کې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول‌ټال یې شمېر ۸۰ کسانو ته رسېږي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54019

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading