بازتاب نیوز

افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کارول

٦ وری ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس پخواني ولسمشر حامد کرزی له امریکې وغوښتل چې د افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کاروي. هغه وویل: په افغانستان کښې د امریکې پوځي شتون پکار دي په دې هیواد کښې د پيوستون د ټینګښت او د ثبات د پياوړتیا او په سیمه کښې د همپالنې سبب شي نه دا چې ناامنۍ او د جنګ پراختیا ته لمن ووهي. هغه د افغانستان د صلحې د بهیر د ګړندي کولو په لړ کښې د ګاونډي هیوادونو د دلچسپۍ په هرکلي سره وویل: د افغانستان د صلحې او ثبات له بهیر سره د مرستې لپاره د سیمې او ګاونډي هیوادونو ملګرتیا، هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونه په ګټه ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/افغانستان-خاوره-دې-له-نورو-هیوادونو-سر/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=افغانستان-خاوره-دې-له-نورو-هیوادونو-سر

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading