بازتاب نیوز

پر کورونا ۲ شکمن کسان مړه شوي

٦ وری ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی جوزجان ولايت کې يوه باوري سرچينه چې نه غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، ياد مړه شوي کسان د درزاب ولسوالۍ د «بتو» د کلي اوسېدونکي وو او تېره اوونۍ له ايرانه راغلي وو درزاب ولسوالۍ د طالبانو ترکنټرول لاندې ده. دې سرچينې د يادو مړو شويو د کورنيو له قوله وويل چې مړو شويو کسانو د کورونا ټولې نښې نښانې موجودې وې د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست فريد عزيزي د ياد خبر په اړه ناخبري ښيي او وايي، تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ خبر نه لري د يادولو ده چې په هېواد کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/پر-کورونا-۲-شکمن-کسان-مړه-شوي/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=پر-کورونا-۲-شکمن-کسان-مړه-شوي

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading