بازتاب نیوز

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه

٦ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر نړیوالو غږ کړی، چې کورونا وېروس په ټوله نړۍ کې په خپرېدو دی، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کې د جګړې ټولې غاړې اوربند وکړي. هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان پر کوروناویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د ښاغلي گوتیرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کې هغوی هم هره وخت له برید سره مخامخ دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کې ۳۳۴ زره او ۹۸۱ کسان په کوروناوېروس اخته شوي او ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي. The post ملګرو ملتونو په نړۍ کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/03/25/ملګرو-ملتونو-په-نړۍ-کې-د-ژر-تر-ژره-اوربن/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading