بازتاب نیوز

کرونا وېروس افغانستان کې هم دوراني شو؛ هغه کسان چې بهر ته ندي تللي هم  اخته شوي

٦ وری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا وېروس اوس افغانستان کې دوراني شوی او په دې وېروس هغه کسان هم اخته شوي چې نورو هېوادونو ته ندي تللي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلې چې د ناټو د غوڅ ملاتړ څلور سرتیري هم په کې ګډ دي.

نوموړي دا راز ټینګار کړی چې د هرات تر څنګ په زرنج او فراه ښارونو کې هم ورځنی ګرځبندیز ولګول شي.

په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کسانو وروستۍ شمېر، د ولایاتو په توپیر، په لاندې ډول ولولې:

ولایت

کووید-۱۹ څرګندشوې شمیر

هرات

۵۴

کابل

۷

سمنګان

۴

لوګر

۳

کاپیسا

۱

فراه

۲

بلخ

۲

زابل

۲

دایکندي

۱

بادغیس

۱

کندهار

۱

غزني

۱

نیمروز

۱

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پورته جدول ته په کتو سره، هیواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر اتیاوو ته ورسېد او د ویلو وړ ده چې تر دې دمه، دوه کسان د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.

که څه هم هېواد د کرونا وېروس د خپرېدو له امله اندېښمن دې، خو ویل کیږي چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې هیڅ جدي نه نیسي. حکومت باید د ګڼې ګوڼې سیمې بندې کړي.

همداراز د ولسي جرګې ځينې غړي په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کېدو لوړ شمېر د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې حکومت دې د دې وېروس په وړاندې مبارزې ته ګړندي ګامونه پورته کړي.

د عامې روغتیا وزارت د هرات تر څنګ په زرنج او فراه ښارونو کې هم د ورځې لخوا په ګرځېدو بندیز لګولې او خبرداری ورکوي چې که د دغه وزارت پیغامونه او سپارښتنې د کرونا وېروس وقایې لپاره په پام کې و نه نیول شي، په دې وېروس به د اخته کسانو شمېر لا زیات شي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/کرونا/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading