بازتاب نیوز

د امريکائي فوځيانو وتل له عراق څخه پیل شول

٦ وری ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: درسنیود رپوټ له مخې د څارنې هغه برجونه چې په الحانيه اډه کښې امريکائي ځواکونه پکښې پراتۀ وو خالي کړې شوي دي. امريکائي ځواکونو د تېر زيارت په ورځ هم د الانبار صوبې په القائم ښار کښې له خپلې اډې څخه شاتګ وکړ. ځينو سرچينو د امريکې دغه په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويرې له په وجه بللے دے. د عراق زياتره خلق له خپلو چارواکو څخه له خپلې خاورې نه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وېستلو غوښتونکي دي. يو بل خبر دا چې د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو د دغه هېواد په صلاح الدين صوبه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه سرغنه له خپلو نورو دريو ملګرو سره هلاک کړل. دغه ترهه ګر عناصر د يوې چاودنې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په حال کښې وو چې د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا پرې حمله اوشوه او هلاک کړې شول.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/د-امريکائي-فوځيانو-وتل-له-عراق-څخه-پیل-ش/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=د-امريکائي-فوځيانو-وتل-له-عراق-څخه-پیل-ش

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading