بازتاب نیوز

افغانه فلم جوړوونکې د ښځو د پیاوړتیا د غږ په رول کې د ارام احساس کوي

٦ وری ١٣٩٩ سلام ټایمز

کابل -- په نړۍ کې دښځو لپاره له بدترینو ځایونو څخه په یوه کې رویا سادات ده یوه نسل ښځو غږ ده.

هغه چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د لومړنیو ښځینه فلم جوړونکیو له ډلې څخه د یوې فلم جوړوونکې په توګه ښه نوم ترلاسه کړی دی د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي» او «تارغږول» په څېر فلمونو جوړولو له امله په هېواد کې دننه او بهر ستاینې ترلاسه کړي دي.

هغې په ۱۳۵۸ - ۱۳۶۸ کې د شوروي د اشغال پر وخت ژوند کړی -- له خپلې کورنۍ سره یوځای څو ځلې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تیښتې ته مجبوره شوې -- او د کورنۍ جګړې سختې او تنګې او د طالبانو د واکمنۍ له تاوتریخوالي څخه ډک زجر پرې تېر شوي دي، دا داسې وخت وو چې ښځې یواځې د سیورو په توګه پاتې وې او د هغوی حتی اساسي ازادۍ سلب کړای شوې وې،

افغانه فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۱مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې د سمونې یا ایډېټ په خونه کې په یوه فلم باندې کتنه کوي. سادات چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د لومړنۍ ښځینه فلم جوړونکې په توګه ښه نوم ترلاسه کړی دی د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي» او «تارغږول» په څېر د فلمونو د جوړولو له امله په هېواد کې دننه او بهر ستاینې ترلاسه کړي دي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

د هغې ستره وېره دغه ډول بنسټپالنې ته له ورګرځېدلو څخه ده: د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د کب په ۱۰مه لاسلیک شوې هوکړه ښایي په هېواد کې، چې له لسیزو راهیسې په کې جګړې روانې دي، د سولې په لور یو احتمالي لومړنی ګام وي، خو هغه د ښځو د حقونو د ساتنې په هکله هېڅ ضمانتونه نه ورکوي.‌

دغه ۳۷ کلنه ښځه وایي، «کله چې ماته هغه وخت رایاد شي چې موږ په ساده ډول څنګه د طالبانو د واکمنۍ پر وخت او د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښېدلو پورې هېرې شوې وو، ماته اندېښنه راپیدا شي. که نړۍ واله ټولنه افغانستان ته د یوې خلاصې او بندې سناریو په سترګه وګوري او موږ بیا یواځې پرېږدي، په دې کې شک نشته چې سخت عواقب به ولري.»

د نړۍ بانک د ۲۰۱۷ د ارقامو په اساس، شاوخوا ۳۹٪ افغانې نجونې ثانوي ښوونځیو ته ځي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د ارقامو په اساس راپور ورکړی چې په پوهنتونونو کې د ۳۰۰ زره زده کوونکو له جملې څخه یو پر درې برخه ښځې دي.

دا ارقام اکثر د ښاري سیمو په هکله دي، په داسې حال کې چې ۲۰ کاله مخکې به دا په هرځای کې ناشوني ول.

سادات وویل، «ډېر ښه تغیرات پېښېږي، چې د ټولنې له زړه څخه راوځي.»خو هغه اعتراف کوي چې یوه پراخه اندازه نور کارونه لا پاتې دي.‌

افغانستان د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ د سولې او امنیت شاخص کې چې د ښځو ښه والی او پر ځان تکیه اندازه کوي، په وروستۍ درجه کې دی. په کلیوالو سیمو کې، کېدای شي چې د ښځو د سواد کچه له ۲٪ څخه ټیټه وي او حقونه اکثر وختونه د محافظه کار دود له امله محدودیږي.‌

د ښخو د تر فشار لاندې ساتلو دوره

سادات په دې ویره کې چې ښایي د ښځو په حقونو کې کوچني پرمختګونه له لاسه لاړ شي یواځې نده -- په ښاري مرکزونو کې، ځوانان موزیک اوري، تلویزیون ګوري، او په وروستیو کې خو انټرنټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري. ډېرو طالبان یواځې په خبرونو کې لیدلي دي.

سادات چې له کمکیتوبه کیسې، شعرونه او لوبې لیکي، وریادوي چې په ۱۳۷۵ کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هغې د ژوند څنګه په ټپه ودرید.

ښوونځي بند وو، ښځې د هغوی کورونو پورې محدودې شوې وې، او تلویزیونونو او راډیوګانو کار پرېښی وو. هغه چې یوه ډېره هوښیاره نجلۍ وه، په کور دننه یې لیکلو او د خپل پلار له کولیکسیون څخه د کتابونو لوستلو ته مخه کړه.

که څه هم چې د روغتون رییس له طالبانو سره ارتباط درلود، لاکن هغې ته اجازه ورکول شوې وه چې د نرسې په توګه کار وکړي ځکه چې ښځو یواځې له ښځینه ډاکترانو څخه خدمت ترلاسه کولی شوای، او ان دا چې په روغتون کې به یې په پټه د خپلو لیکل شویو لوبو کلتوري نمایشونه ترسره کول .

هغې وویل، «ډېر خطرناک حالت وو. اوس هم چې ماته رایادېږي باور نشم کولی چې موږ څنګه توانېدلي وو داسې کار وکړو.»

هغې وویل، د هغې لومړی کار «درې ټکي»، چې د یوې مجردې مور کیسه کوي چې مجبوریږي له یوه جنګسالار سره واده وکړي او د نشه ییزو توکو قاچاق وړونکې شي، په دغې دوره کې لیکل شوی وو.

دغه اثر د ساده وسایلو په کارولو سره جوړ کړای شو. دا کار هغه وخت وشو چې رژیم په بله واوښت او هغه وتوانېدله چې ټوله هغه پوهه چې هغې د خپلې مطالعې له لارې ترلاسه کړې وه د واقعي نړۍ په خلاقیت باندې یې واړوله.‌

ارادې او استقامت د هغې وظیفه پخپله وټاکله او هغه له دې امله د پیاوړتیا احساسوي چې فلم ټولنیز هدف درلود.

دغې د دوه ماشومانو مور وویل، «کله چې زه تر فشار لاندې حالت څخه راووتلم، او نړۍ ته مې اظهار کولی شوای، ما سنیما ته مخه کړه.»

هغې زیاته کړه، «زه په سنیما باندې قوي باور لرم او دا چې دا تر ټولو مهم داسې هنر دی چې کولی شي زموږ په ټولنه کې یو مثبت تغیر راولي، خو تغیر په یوه شپه کې نه راځي. تغیر باید په فکرونو او ماغزو کې راشي.»

چوپتیا ماتول

سادات د ۲۰ کالونو په عمر کې له خپلې خور الکا سره یوځای د رویا فلم هاوس په نامه د فلم جوړونې یوه مستقله کمپني جوړه کړه او یو سکالرشپ یي تر لاسه کړ چې لاړه شي او په جنوبي کوریا کې زده کړه وکړي. همدارنګه، هغې د موبي ګروپ د رسنیز شرکت لپاره تلویزیوني ډرامې هم لیکلي دي.

د هغې کیسې د افغانو ښځو کیسې دي.

د هغې د کار له پیل راهیسې، هغه د خپلې کورنۍ له خوا له ډېرو پوښتنو او د ټولنې له خوا له انتقادونو سره مخامخ شوه، خو هغې وویل کله چې ځایي خلک راځي او د هغې کار ګوري، بیا هغوی پوهیږي.

د «ولسمشر ته یو لیک» په نامه د هغې د ۱۳۹۶ فلم یوه ښځه په داسې حال کې ښیي چې د خپل متشنج مېړه چې هغې ته څپېړه ورکوي، بېرته په څپېړه وهي او په ناغلطي ډول یي وژني.

سادات په داسې یوه هېواد کې چې هلته ښځې ډیری وخت په لانجمنو ودونو کې د پاتې کیدلو لپاره مجبوریږي، د ښځو د شورش یو عمل انځور کړي وه، خو د هغې اوس هم په یاد ده چې د ښخو د ګړنو په اړوند د ټولنې د ذهنیت په نظر کې نیولو سره هغه د یوه «بد غبرګون» په انتظار وه. مګرم په بدل کې نندارچیانو د څپېړې وهلو په صحنه کې چکچکې شروع کړې.

د هغې کار بې خطره نه دی.

د هېواد په یو شمېر سیمو کې سینما یوه لانجمنه موضوع ده، او د هغې تولیدات چې د ښځو د نابرابرۍ او د هغوي پر وړاندې تاوتریخوالي باندې راڅرخي، جنجالي دي.‌

متحده ایالاتو هغې ته د محافظه کارانو له خوا د ګواښونو په وړاندې «د نه تسلیمېدلو» له امله ستاینلیک ورکړ. په ۲۰۱۷ کې هغې د زړورو ښځو نړۍ وال ایوارډ ترلاسه کړ.

هغې وویل هغه حاضره ده چې د ښځینه فلم جوړونکیو د راتلونکي نسل ملاتړ وکړي. په هرات کې د هغې له خوا د ښځو په نړۍ وال فلم فسټیوال کې چې لومړی ځل په ۱۳۹۲ کې جوړ شوی وو، له ۲۵۰۰ څخه ډېرو برخه اخیستې وه.

هغه اوس هم هیله منده ده چې وکولی شي د افغانانو لپاره مبارزه وکړي او غږ پورته کړي، او استدلال کوي چې فلم داسې یو موقف لري چې کولی شي زړونه او ذهنیتونو کې بدلون راولي.‌

سادات وویل، «سنیما کولی شي چې نابرابري او بې عدالتي وننګوي، ټولنیزې لانجمنې خبرې په بحث بدلې کړي او کولی شي چې خلک خبرو اترو ته راوبولي.»

هغې زیاته کړه، «زموږ خلک اړ دي چې په خپلو ځانونو باندې نقد وکړي، د داسې شیانو په هکله خبرې وکړي چې ممنوع دي. زه باور لرم چې دا ټولنه یوه فکري انقلاب ته اړتیا لري او دا کار د سنیما له مرستې څخه پرته ناشونی دی.»

اصلي اړیکې: https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2020/03/25/feature-02

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام ټایمز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading