بازتاب نیوز

ورځپاڼه: حکومت د بنديانو د خلاصون مخنيوی نه شي کولی، خو له دې فرصته دې ګټه پورته کړي

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې «دنيا» ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو د سفر اغېز په اړه ليکلي، چې امريکا له اشرف غني او عبدالله دواړو نهيلې شوې او له طالبانو سره يې د بنديانو خلاصون سربېره د سولې په موضوع خبرې کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې مايک پومپيو يو ځل بيا له طالبانو سره د خبرو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړی، چې بنديان به يې خوشې کيږي.

د سرمقالې ليکوال وايي، دا روښانه خبره ده، چې امريکا د پنځو زرو بنديانو د خوشې کولو پرېکړه کړې او حکومت يې مخه نه شي نيولی، خو ښه خبره دا ده، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د باور جوړونې لپاره زمينه برابره کړي.

د سرمقالې ليکوال وړانديز کړی، چې حکومت بايد د امريکا له فشار مخکې د طالب بنديانو د خوشې کولو پرېکړه کړې وای او له دې لارې يې بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړې وای.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161323/ورځپاڼه-حکومت-د-بنديانو-د-خلاصون-مخنيو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading