بازتاب نیوز

پمپیو: افغانستان ته په دې موخه ولاړم، څو د امریکا د ګټو په اړه د افغان مشرانو پوهاوی یقیني کړم

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» وایي، کابل ته یې د خپل سفر په مهال هڅه وکړه، غني او عبدالله سره جوړ راولي  او هغوی وپوهوي، چې د امریکا ملي اهداف څه دي.

پمپیو چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل، چې نوموړي د یو ځانګړي هدف په موخه داسې مهال افغانستان ته سفر وکړ، چې څوک هلته تګ ته زړه نه ښه کوي، خو دده په خبره سفر یې ناهیلی کوونکی وو « غوښتل مې باوري شم، افغان مشران د امریکا د اهدافو په اړه پوه دي، هغه چې کلونه ورته د ناټو قاطع ماموریت کار کړی او تر څنګ مې هڅه دا وه، تر څو دوی هغه ژمنتیا ته راوبولم، چې له ناټو او امریکا سره یې په ګډه کړې وه.»

د پمپیو په خبره، افغان مشرانو له دوی سره د کړې ژمنې مطابق عمل نه کاوه او ده  د خپل سفر په مهال زیار وایست تر څو هغوی دې ژمنو ته تیار کړي.

پمپیو ددې تر څنګ په افغان مشرانو غږ وکړ، څو د افغانانو د سولې او مصالحې او د هغوی د ښه ژوند په موخه په یوه مېز سره راټول شي او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی لا هم هڅې کوي، ټول اړخونه قانع کړي او په یوه مېز راټولولو ته یې راوبولي، ځکه دده په قول، دا وخت د وژنو، نه بلکې د مصالحې او روغې جوړې وخت دی.

پمپیو وروسته له هغه د افغانستان سفر ناهیلی کوونکی بولي، چې نوموړی دلته د راتګ په مهال ونه توانېد د ډاکټر غني او عبدالله عبدالله تر منځ جوړه وکړي او هغوی په یوه ټول شموله حکومت کې شریک کړي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161321/پمپیو-افغانستان-ته-په-دې-موخه-ولاړم،-څو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading