بازتاب نیوز

د زندانیانو د خلاصون د پروسې د پیلېدو تر مهاله حکومت سل تنه طالب زندانیان خلاصوي

٧ وری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، دمارچ تر ۳۱ مې نېټې سل تنه طالب زندانیان جګړې ته د نه ورګرځېدلو په شرط خوشي کوي.

د ملي امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی تخنیکي ټیم له طالبانو سره د یوه ويډيويي کانفرانس له لارې د زندانیانو د خلاصون په اړه بحث کړی او د بشري خواخوږۍ په خاطر دوی د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې سل تنه طالب زندانیان جګړې ته د نه ورګرځېدلو له تضمین وروسته خوشي کوي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، چې د تېرې ورځې په لیدنه کې زلمي خلیلزاد، د سره صلیب مشر او د منازعاتو د حل په برخه کې د قطر استازي هم وجود درلود او په راتلونکو نږدې ورځو کې به د طالبانو ټیم د «حکومت له ټیم» سره مخامخ لیدنه ولري.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د طالبانو او حکومت د پلاوي تر منځ پرېکړه وشوه، د مارچ په ۳۱ نېټه به د زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیلېږي، دطالبانو یو پلاوی به باګرام ته ځي او د خپلو بندیانو له تشخیص وروسته به زندانیان خلاصېږي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/161326/د-زندانیانو-د-خلاصون-د-پروسې-د-پیلېدو-تر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading